En
Pashto
Dari

معرفي

 افغان حق ګروپ یوه غیر حکومتي، غیر سیاسي او د ګټې ترلاسه کولو کمپنۍ ده چې په لومړي ځل یې په ۲۰۱۶ کال کې د زید په نوم خدمات پیل کړل. د څو کلونو خدماتو وړاندې کولو وروسته د خدماتو د برخو په زیاتېدلو سره یې نوم افغان حق ګروپ ته بدل شو چې مخفف نوم یې (AHG) دی.  افغان حق په حقوقي، مالیاتي، سیاحتي، مدیریتي، تحصیلي او ستندردسازي برخو کې حقیقي او حکمي اشخاصو لکه خصوصي تعلیمي او تحصیلي نهادونو، موسساتو، تجارتي شرکتونو او انجو ګانو ته د مسلکي، متخصص او تجربه لرونکي ټیم په مرسته وړاندي کوي. 

افغان حق په خپلو فعالیتونو او خدماتو کې اعتبار، شفافیت، حساب ورکوني، مسلکیت، د خلکو له حقوقو څخه دفاع، د ټولنیز عدالت ودې، د مشتریانو رضایت او د هېواد کورني اقتصاد ته وده ورکولو ته لومړیتوب ورکوي.

Nice!
Link Copied Successfully!