افغان حق د هېواد په کچه د مجرب او مسلکي ټیم له لوري په لاندې ډول هېوادوالو ته حقوقي چوپړتیاوې وړاندې کوي.
مدافع وکالت: په درې ګونو محاکمو کي د تجارتي، مدني، فامیلي، بانکي او جزايي دعوو پر مخ وړل، د تجدید نظر، صورت دعوی، دفاعيه، اعتراض او دفع اعتراض ترتیب او جوړښت؛ د قبالو طی مراحل؛ تقسیم خط ، ترکه خط، وراثت خط، نکاح خط او وثایقو په جوړښت کي مشوري ور کول
د قراردادونو په ترتیب او تنظیم کې د تخصصي مشورو ورکول
حکمیت( منځګړتوب) د حکمي بنسټونو او حقیقي اشخاصو ترمنځ د حقوقي منازعاتو د حل او فصل په موخه مسلکي او عادلانه منځګړیتوب تر سره کول.
حقوقي مشاوریت : نهادونو او حقیقي اشخاصو ته د مجرب بورډ له لوري مسلکي او حقوقي مشورې ورکول.
د مالیاتي منازعو حل او فصل: د حکمي اشخاصو د مالیاتو منازعاتو حل او فصل.