En
Pashto
Dari

د افغان_حق_شرکت او د ملکیاربابا ساختماني، سړک جوړوني او لوژستیکي شرکت ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

ياد هوکړه‌لیک د روان ١٤٠٣ هجري لمريز کال د عقرب میاشتي په ٢٤ نېټه د افغان حق شرکت په دفتر کې د افغان حق شرکت د مالي رئیس ښاغلي روح الله نوري او د ملکیاربابا شرکت د رئیس ښاغلي احسان الله ځدراڼ لخوا لاسلیک شو.
د ياد هوکړه‌لیک په اساس به افغان حق شرکت د مسلکي او مجرب حقوقي، مالیاتي او مدیریتي بورډ یا ټيم په مرسته ملکیاربابا شرکت ته په حقوقي،مالیاتي او مدیریتي برخو کې مسلکي مشورې ورکوي، د ياد شرکت له حقوقو څخه به په دولتي او غیري دولتي ادارو کې دفاع ترسره کوي، د ياد شرکت د فعالیتونو، پروژو تطبیق او کاري پروسيجر د معیاري کولو او موثریت رامنځته کولو په برخه کې به لازمي مشورې ورکوي، د شرکت لپاره د قراردادونو جوړولو، پروفایل جوړولو، پروپوزل او بزنس پلان جوړولو همدارنګه د جوازونو د تمدید او د مالیاتي تصفیې او تفتیش ترسره کولو کې به همکاري کوي.
.......................................................

Nice!
Link Copied Successfully!