En
Pashto
Dari

د افغان حق ګروپ او EICO مؤسسې تر منځ د ګډي همکاري تفاهم لیک لاسلیک شو

د دوه اړخیزې همکارۍ تفاهم لیک د افغان حق ګروپ (AHG) او د EICO موسسې تر منځ لاسلیک شو.
یاد تفاهم لیک د روان کال د عقرب د میاشتې په ۲۹مه نېټه، د سه شنبې په ورځ، د افغان حق ګروپ د عمومي بورډ د رئیس ښاغلي فرید احمد لوډین او د سترګو روښنايي خیریه موسسې د رئیس ښاغل  استاد نقیب  الله اثري لخوا د افغان حق ګروپ په مرکزي دفتر کې لاسلیک شو.
دا تفاهم لیک د دواړو سازمانونو تر منځ د ګډو ګټو په برخو کې د همکارۍ او ګډو هڅو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.

 

Nice!
Link Copied Successfully!