دغه تفاهم لیک د روان ١٤٠٣ هجري لمریز کال د ليندۍ میاشتي په دریمه نېټه د افغان حق ګروپ په مرکزي دفتر کې د افغان حق ګروپ د معاون ښاغلي ابراهیم منګل او د نعيم ګربز ساختماني شرکت د رئیس، ښاغلي مولوي سردار ځدراڼ لخوا لاسلیک شو.
د ياد تفاهم لیک په اساس به افغان حق ګروپ نعيم ګربز ساختماني شرکت ته معیاري بزنس پلان او معیاري پروفایل جوړوي، د ياد تجارتي پلان په تطبیق کې به همکاري کوي او د شرکت او کارکوونکو ترمنځ قراردادونه به جوړوي همدارنګه د مالیاتي تصفیي او تفتیش په برخه کې به له یاد شرکت سره همکاري کوي.