En
Pashto
Dari

د افغان حق ګروپ او اسیسکو کمپنۍ تر منځ تړون لاسلیک شو!

د غه تړون د روان ١٤٠٣ هجري لمریز کال د قوس میاشتي په ١٣ نېټه د افغان حق ګروپ (AHG) په دفتر کې د افغان حق ګروپ د رئیس ښاغلي ګل احمد نعیمي او د اسیسکو (ASCESCO) د رنګ جوړولو کمپنۍ د مرستیال ښاغلي رحیم خان لخوا لاسلیک شو چې؛ په اساس به یې افغان حق ګروپ د متخصص او مسلکي ټیم په مرسته اسیسکو کمپنۍ ته د فعالیتونو د معیاري کولو او د موثریت او مثمریت رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو سره قراردادونه او د دندو معیاري لایحې ترتیب او جوړوي ترڅو د شرکت او کارکوونکو حقوق او مکلفیتونه/ مسؤلیتونه مشخص شي، د بې ځایه وخت، انرژي او بې ضرورته کارکوونکو له ګمارلو څخه مخنیوی وشي، د کمپنۍ په کارونو کې شفافیت او حساب ورکونه زیاته شي، د کمپنۍ او کارکوونکو تر منځ د احتمالي شخړو او دعواو څخه مخنیوی وشي او هر غړی به د منظم سیستم په چوکاټ کې د کمپنۍ د اهدافو لپاره کار وکړي او خپله بریا به د کمپنۍ په بریا کې وویني.

📍آدرس: شهرنو، د تیلو پمپ ته مخامخ، پارک ټاور، دوهم منزل، دفتر نمبر ٢١٣، کابل-افغانستان 
اړیکي:0777776651 /  0700006651

Email: info@afghanhaq.com 

Nice!
Link Copied Successfully!