En
Pashto
Dari

په کندهار ولایت کې د افغان تولید او محصولاتو ملي نندارتون په پرانیست غونډه کې د افغان حق ګروپ رئیس ښاغلي ګل احمد نعیمي وینا وکړه

په کندهار ولایت کې د افغان تولید او محصولاتو ملي نندارتون په پرانیست غونډه کې د افغان حق ګروپ رئیس ښاغلي ګل احمد نعیمي د افغانستان تجارانو، صنعت کارانو، پانګوالو او د شرکتونو او فابریکو مسؤلینو ته د افغان حق ګروپ د مدیریتي، ستندردسازي، حقوقي، مالیاتي، سیاحتي او تحصیلي خدماتو په هکله وینا وکړه او د شرکتونو او فابریکو د معیاري کولو او په فعالیتونو کې یې د موثریت او مثمریت د رامنځته کېدلو او ښه مدیریت د ګټو په هکله یادونه وکړه؛ چې د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست، د صنعت او معادن خوني، سوداګرۍ او پانګوني خوني د مسؤلینو او نندارتون د ګډونوالو تجارانو او پانګوالو لخوا د افغان حق ګروپ ياد خدمتونه د شرکتونو، فابریکو او نهادونو د ستونزو د حل او په فعالیتونو کې دموثریت او مثمریت رامنځته کېدلو په موخه اړین وګڼل شول.

Nice!
Link Copied Successfully!