دغه تفاهم لیک چې نن سه شنبه د جدي ٢٥ نېټه په کابل ښار شهرنو سیمه د سنګین ټکنالوژي په مرکزي دفتر کې د دواړو لورو د استازو لخوا لاسلیک شو په اساس به یې افغان حق ګروپ چې د هېواد په کچه د #حقوقي، #مالیاتي، #مدیریتي_ستندردسازي، #تحصيلي او #سیاحتي مشورتي خدمتونو معتبر تخصصي مرکز دی د سنګین ټکنالوژي (SanTech) شرکت ته لاندې خدمتونه په مسلکي او تخصصي توګه د ځانګړي تخفیف سره ترسره کوي:
١- د SanTech شرکت لپاره حقوقي مشاوریت او د حقوقي ستونزو د حل په موخه دفاع وکالت ترسره کول.
٢- د ياد شرکت ربعوار او کلنۍ مالیاتي تصفیه ترسره کول.
٣- د ياد شرکت مالیاتي تفتیش ترسره کول.
٤- د ياد شرکت لپاره د جوازونو په ترلاسه کولو او تمدید کې همکاري کول.
٥- په نورو دولتي او غیري دولتي ادارو کې د ياد شرکت په استازيتوب د رسمي کارونو تعقیب.
٦- د SanTech شرکت لپاره مسلکي او معیاري پروفایل جوړول.
🔻#افغان_حق_ګروپ د متخصص او مسلکي ټیم په مرسته شرکتونو، فابریکو، مؤسساتو، تجارانو او پانګوالو ته د پورته ذکر شویو خدمتونو ترڅنګ د تجارتي پلان جوړولو، پروپوزل جوړولو، تشکیل جوړولو، قراردادونو ترتیب او ارزونه، د دندو لایحې جوړول او په مختلفو برخو کې د فعالیتونو د ښه مدیریت او تنظیم په موخه معیاري پالیسیانو جوړولو خدمتونه په مناسب لګښت او غوره معیار سره ترسره کوي.
#افغان_حق_ګروپ د هېواد په کچه د معیاري خدمتونو تخصصي مرکز.
آدرس: شهرنو، پارک ټاور، دوهم منزل، دفتر نمبر ٢١٣، کابل-افغانستان
اړیکي:
واټساپ 0777776651 /
تلفون: 0700006651
ایمیل: info@afghanhaq.com
ویبسایت: www.afghanhaq.com