En
Pashto
Dari

د کابل ولایت د ښاري کېدو د چاپېریالي اغېزو د څېړنیزې پروژې د پای غونډه ترسره شوه

د کابل ولایت د ښاري کېدو د چاپېریالي اغېزو د څېړنیزې پروژې د پای غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان – د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۲۷مه

د افغان حق شرکت او د اړیکو دفتر له لوري، د «کابل ولایت کې د ښاري کېدو د چاپېریالي اغېزو» تر سرلیک لاندې د ترسره شوې څېړنیزې پروژې د پای غونډه، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په همغږۍ، د کابل ښار په سرینا هوټل کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو، د اړوندو سکتوري ادارو مسؤلینو او استازو، د اروپایي ټولنې استازو او د چاپېریال ساتنې له برخې سره د تړلو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

د غونډې په ترڅ کې د افغان حق شرکت د څېړنیز ټیم له لوري د یادې پروژې موندنې، پایلې او سپارښتنې د یوه علمي او مسلکي پرزنټېشن په ترڅ کې وړاندې شوې. دغه پرزنټېشن د افغان حق شرکت په استازیتوب ښاغلي استاد کاوون سهاک وړاندې کړ، چې د ګډونوالو له لوري په پراخه کچه وستایل شو.

د څېړنې د علمي اعتبار او د معلوماتو د هر اړخیز تحلیل لپاره له کمیتي او کیفي څېړنیزو مېتودونو، جغرافیایي معلوماتو سیسټم (GIS)، د لیرې واټن له لارې د معلوماتو راټولولو (Remote Sensing)، سپوږمکۍ انځورونو، اداري معلوماتو او ساحوي سروې څخه ګټه اخیستل شوې ده.

یاده څېړنه د کابل ولایت د ښاري کېدو بهیر او پر ځمکه، چاپېریالي کیفیت او د خلکو پر هوساینې د هغه د اغېزو د ارزونې په موخه ترسره شوې ده. د څېړنې مهم تمرکز د ۲۰۰۵ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ځمکې د پوښښ او کارونې بدلونونه، د ښاري پراختیا بهیر، د چاپېریال وضعیت او د اړوندو ادارو د مدیریت او حکومتولۍ ظرفیتونه وو.

* د کابل ښار ښاري پراختیا د زیربناوو، چاپېریالي څارنې او د ښې حکومتولۍ له موجودو ظرفیتونو څخه په چټکۍ سره مخکې تللې ده.
* د ودانیو او ابادو سیمو پراختیا د پام وړ چټکه شوې او تمه ده چې د ښار په څنډو او نیمه‌ښاري سیمو کې به هم دوام ومومي.
* د هوا ککړتیا لا هم د عامې روغتیا یوه مهمه اندېښنه ده، په داسې حال کې چې په ساحه کې د هوا د کیفیت د باوري څارنې امکانات محدود دي.
* د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د کمېدو او د اوبو د کیفیت د خرابېدو په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.
* د جامدو کثافاتو تولید نسبت د هغو د راټولولو او په مناسبه توګه د مدیریت او دفع کولو له موجودو خدمتونو څخه په چټکۍ سره زیاتېږي.
* د چاپېریال اړوند ستونزې او زیانونه په هغو ښاري او نیمه‌ښاري سیمو کې ډېر دي چې کافي بنسټیزو خدمتونو او اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
* د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ کمښت، د مقرراتو د پلي کولو ستونزې او د معلوماتو د شریکولو محدودیتونه د چاپېریالي ستونزو پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو مخه نیسي.

د پرزنټېشن له وړاندې کېدو وروسته، د غونډې ګډونوالو د څېړنې د اهمیت، کیفیت او موندنو په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او سپارښتنې شریکې کړې او یاده پروژه یې وستایله.

ګډونوالو ټینګار وکړ چې د کابل ښار د مخ پر زیاتېدو چاپېریالي ننګونو د حل لپاره د ملي او نړیوالو بنسټونو، تمویلوونکو ادارو او اړوندو دولتي او غیر دولتي سکتوري ادارو ګډ کار، دوامداره همغږي او عملي اقدامات اړین دي.

همدارنګه، د ښاري پراختیا د اغېزمن مدیریت، د هوا او اوبو د کیفیت د منظمې څارنې، د کثافاتو د مدیریت د سیستمونو د پیاوړتیا، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د ساتنې او د چاپېریالي معلوماتو د راټولولو او شریکولو پر اهمیت ټینګار وشو.

افغان حق شرکت د دې څېړنې د ترسره کولو له لارې هڅه کړې چې د کابل ولایت د ښاري کېدو د چاپېریالي اغېزو په اړه په شواهدو ولاړ معلومات وړاندې کړي او د پالیسۍ جوړونې، ښاري پلان جوړونې او چاپېریالي مدیریت په برخو کې د اغېزمنو پرېکړو لپاره زمینه برابره کړي.

افغان حق شرکت باور لري چې د مالي ملاتړ او د خپلو مسلکي څېړنیزو ټیمونو د ظرفیتونو په مټ کولای شي په بېلابېلو برخو کې علمي او مسلکي څېړنې ترسره او د شواهدو پر بنسټ د پرېکړو نیولو بهیر پیاوړی کړي.
موږ باور لرو چې د څېړنو پر بنسټ د پرېکړو نیول، د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي او د ملي او نړیوالو همکارانو ګډې هڅې کولی شي د کابل ښار د چاپېریالي وضعیت په ښه والي، د طبیعي سرچینو په ساتنه او د ښاریانو د ژوند د کیفیت په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

بل عکسونه
Final Meeting Held for the Research Project on the Urbanization and its Environmental Impacts in Kabul Province
Final Meeting Held for the Research Project on the Urbanization and its Environmental Impacts in Kabul Province
Final Meeting Held for the Research Project on the Urbanization and its Environmental Impacts in Kabul Province
Final Meeting Held for the Research Project on the Urbanization and its Environmental Impacts in Kabul Province
Nice!
Link Copied Successfully!