تحصيلي سکالرشيپونه( د نړی په معتبرو پوهنتونو کي د لسانس، ماستری او دوکتورا په کچه زده کړیالانو ته د تحصیل زمينې برابرول او بیلابیلو بورسونو ته نوم ليکنه).
د نړی د معتبرو اروپايي، آمریکايي، اسیايي او افريقايي هیوادونو له پوهنتونونو سره هوکړه ليکونه لرل او له دې لاري د لسانس، ماسټری او دوکتورا په کچه د تحصیل زمينې برابرول.
د معیاري څيړنيزي میتودولوژی پر بنسټ د څېړنيز پروپوزل په جوړښت کي همکاري.
د مونوګراف، تېزيس او نورو علمي څېړنو په جوړښت کي همکاري.
د خصوصي تحصیلي بنسټونو سره د تفاهم نامو پربنسټ په دولتي او غیري دولتي نهادونو کي د هغوی استازيتوب کول .
د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونو لپاره د څېړنيزي مجلې په جوړښت او طې مراحل کولو کي همکاري.
د نهادونو، لوړو زده کړو موسسو او نيمه لوړو زده کړو موسسو استازو لپاره په مرکز کي د اوسېدو ځاي زمینه برابرول.
په مرکز کي د لوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو محصیلينو د تصديق نامو په طی مراحل کولو کي مرسته او همکاري.
د هیواد په کچه د داخلي او بهرني پوهنتونونو لپاره د نندارتون زمینه برابرول.
د د اخلي او بهرنيو تحصیلي بنسټونو او پوهنتونونو ترمنځ اړيکي ټينګول او د تفاهم نامو په لاسليک کي مرسته.