١- په حقوقي، سوداګريزو، مالي، تعلیمي، مدیریتي او سیاحتي برخو کې حقيقي او حکمي شخصیتونو ته مسلکي مشورې ورکول؛ ٢- د ذکر شويو حقوقي شخصیتونو د فعالیتونو لپاره د داخلي سیسټمونو جوړول؛ ٣- د ذکر شویو حقوقي شخصیتونو لپاره د بهرني چاپیریال ارزونه او د اغیزمنو فعالیتونو لپاره اړینې مشورې ورکول؛ ٤- حقيقي او حکمي شخصیتونو ته د افغان حق شرکت په حدودو کې لازم خدمتونه وړاندې کول؛